په هلمند ولایت کې په زرګونه کیلو ګرامه راټول شوي نشه یي توکي وسوځول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۹
asdfasf

۱۲ زره ۲۷۲ کیلو ګرامه نشه یي توکي چې د ۱۴۰۴ کال په لړ کې د هلمند ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري کشف او را ټول شوي وو، د با صلاحیته پلاوي په شتون کې وسوځول شول.
په سوځول شوو نشه یي توکو کې تریاک، شیشه، چرس، هیرویین، نشه یي ګولۍ، الکولي مشروبات او نور نشه یي توکي شامل دي چې په تړاو یې ۲۱۷ تنه نیول شوي.