په هرات کې د خواف-هرات ریلپټلۍ بندر د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې، د ایران پولې ته څېرمه د خواف-هرات ریلپټلۍ په بندر کې د سرحدي پولیسو د یوې نوې او مجهزې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د ستر معینیت اړوند، د سرحدي پولیسو د لوی ریاست لېږل شوي پلاوي، د خواف بندر کمیسار قاري غیاثالدین فرقاني او یو شمېر نورو سرحدي منسوبینو ګډون درلود.
دا پروژه چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت د تعمیراتو ریاست له خوا پرمخ وړل کېږي، ۳۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. یاده ودانۍ د ټولو انجنیري او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې په دغه ستراتیژیک بندر کې اداري چارې تنظیم او د سرحدي ځواکونو لپاره به معیاري کاري چاپېریال رامنځته شي.