په هرات ولایت کې د وسله‌والو غلو یوه ډله ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۳
sdfs

​د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د شپږمې امنیتي حوزې پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د غلو یوه پنځه کسیزه وسله‌واله ډله چې په یاد ولایت کې یې له خلکو د وسایطو او مبایلونو غلاوې کولې، د یادې حوزې په مربوطاتو کې نیولې ده.
​له نیول شویو کسانو څخه دوه میله توپنچې او یوه عراده ریکشا هم ترلاسه شوې ده.