په نیمروز کې د ۲۰ کارتنه تریاکو او ۱۰ زره لېټره تېزابو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
dfsaf

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ۲۰ کارتنه تریاکو د قاچاق په تړاو دوه تنه نیولي، چې یاد نشه‌يي توکي په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او نامعلوم لوري ته لېږدول کېدل.

همداراز، په دغه ولایت کې دوه تنه د ۱۰ زره لېټره تېزابو د قاچاق په تړاو نیول شوي، چې تر اړوندو دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.