په نیمروز کې؛ پولیسو ۱۵۰ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د نیمروز ولایت امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، هغه ۱۵۰ تنه روږدي چې څه وخت وړاندې يې د ښار له مختلفو برخو راټول کړي وو له درملنې وروسته، د مؤظفو کمیټو له لوري بېرته خپلو کورونو ته ورسپارلي دي.