په نیمروز ولایت کې سلګونه لېټره تېزاب کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۵
asdfasdf

 د نیمروز امنیې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو کشفي او هدفي اقدام په ترڅ کې د نشه‌يي توکو په پروسس کې کاریدونکي ۴۲۰ لېټره تېزاب(اسیتون) د یاد ولایت د ختیځ زنځیر په سیمه کې کشف او ضبط کړي دي.  د یادې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.