په نیمروز او غزني ولایتونو کې له ۱۲۰ کیلوګرامو ډېر تریاک کشف او ضبط شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د تلاشیو پر مهال، د نیمروز ولایت په اړوندو سیمو کې څه باندې ۸۴ کیلوګرامه او د غزني ولایت د روضې کوتل په سیمه کې ۳۴ کیلوګرامه تریاک په وسایطو کې کشف او ضبط کړي دي.
د یادو نشهيي توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.