په نورستان کې ۱۱ میله بېلابېلې وسلې د ډایاک مدیریت ته وسپارل شوې
د نورستان ولایت امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشفي او امنیتي فعالیتونو په پایله کې ترلاسه شوې ۱۱ میله بېلابېلې وسلې د بیتالمال د ثبت کمېسیون او د ډایاک مدیریت ته سپارلې دي.
د نورستان امنیې قوماندانۍ وایي، د امنیت ټینګښت، د ناقانونه وسلو راټولولو او د جرمونو مخنیوي په موخه به خپلو کشفي او امنیتي فعالیتونو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا پراخې کړي.