په نورستان ولایت کې د شرطې د قانون په اړه اووه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد
د نورستان ولایت امنیې قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د شرطې د قانون په اړه جوړ شوی اووه ورځنی روزنیز سیمینار د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
د سیمینار په پای غونډه کې د نورستان امنیه قومندان الحاج مولوي اخترمحمد مزمل او یو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د نورستان امنیه قومندان د دغه سیمینار جوړېدل د اسلامي امارت مثبت او ارزښتناک اقدام وباله او د شرعي اصولو او قوانینو په رڼا کې یې د امنیتي منسوبینو پر روزنې او د هغوی د مسلکي وړتیاوو پر لوړولو ټینګار وکړ.