په نهو ولایتونو کې د ۳۷۶۱ اسلامي پولیسو فارغ شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۲

​د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ له لوري د هېواد په ۹ ولایتونو (بلخ، هلمند، ننګرهار، پروان، هرات، پکتیا، کندوز، کندهار او میدان وردګ) کې ۳۷۶۱ تنه ساتنمنان له دوه میاشتنیو مسلکي، عقیدوي او تکتیکي زده کړو وروسته فارغ شول.

​یاد سرتېري چې د وزارت له بېلابېلو قطعاتو څخه جذب شوي وو، د فراغت سندونو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو اصلي دندو ته د امنیت د ښه ټینګښت په موخه واستول شول. د ښوونې او روزنې لویه قومانداني هڅه کوي چې ټول روزنیز مرکزونه په عصري وسایلو سمبال او د مجاهدینو مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي.