په ننګرهار کې د ۲۱۵ وسایطو تورې شیشې پاکې شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱
asdfasf

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ښاري نظم د ټینګښت، د مشکوکو فعالیتونو د مخنیوي او د نافذه قوانینو د تطبیق په موخه په جلال‌اباد ښار او امنیتي حوزو کې د موټرو د تورو شیشو د پاکولو کمپاین پیل کړی دی.

د دغه کمپاین په ترڅ کې چې د یادې قوماندانۍ د ډایاک منسوبینو له لوري په تېرو پنځو ورځو کې ترسره شوی، د ۲۱۵ وسایطو تورې شیشې پاکې شوې دي. د ننګرهار امنیه قومانداني له موټرچلوونکو غوښتنه کوي چې د نافذه اصولو په رعایت سره د تورو شیشو له کارولو ډډه وکړي او د ښاري نظم او امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.