په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۷ تنه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۸
شسیبش

​د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېره یوه اونۍ کې، د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
​له نیول شویو کسانو څخه یو مقدار شیشه، چرس او نشه يي ټابلیټونه (K ټابلیټ) هم ترلاسه شوي دي.