په ننګرهار کې د نشه‌يي ګولیو د قاچاق په تړاو ۶ تنه ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۲
sfdgsdfg

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت په مرکز او کوټ، غني‌خېلو او بهسودو ولسوالیو کې ۶۱ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.

د یادو ګولیو د قاچاق په تړاو ۶ تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.