په ننګرهار کې دوه تنه له ۴۰ بنډله ثانیهسوز لین سره ونیول شول
د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمریت د کشف منسوبینو، د دې ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې دوه تنه له ۴۰ بنډله ثانیهسوز لین سره نیولي دي.
نیول شویو کسانو یاد لینونه له پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته انتقال کړي وو، چې د کشفي او عملیاتي اقداماتو پر مهال په یوه کرولا موټر کې له یادو توکو سره بالفعل ونیول شول.