په ننګرهار کې؛ ٦٨ کیلو ګرامه چرس او هيروئين کشف شول

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، ٥٢ کیلو ګرامه چرس او ١٦ کیلو ګرامه هیروئین چې په یوه عراده موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د سرخرود په ولسوالۍ کشف او دوه تنه يې په تړاو نيول شوي دي.