په ننګرهار ولایت کې لسګونه ټوکه جعلي اسناد کشف او ضبط شول
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د جلالاباد ښار د اوومې حوزې په اړوندو سیمو کې یو تن د اسنادو د جعل په تړاو له ۱۸ ټوکه جعلي پاسپورټونو، ۲۰ ټوکه کاغذي تذکرو، ۱۹ ټوکه برېښنايي تذکرو او یو شمېر نورو جعلي اسنادو او د موټرو له جعلي نمبر پلیټونو سره یوځای نیولی دی. نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.