په ننګرهار ولایت کې د بېکیفیته تېزابو د تولید یوه کارخونه له څه باندې زرو لېټرو تېزابو سره کشف او ضبط شوه
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د دغه ولایت په مربوطاتو کې د بېکیفیته تېزابو د تولید یوه کارخونه، له ۱ زره او ۸۲ لېټرو تېزابو سره کشف او ضبط کړې ده.
د دې قضیې په تړاو یو تن هم نیول شوی، چې د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.