په ننګرهار ولایت کې؛ ۱۷۰ تنه په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
۱۷۰ تنه په نشه روږدي کسان چې پخوا د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار، مهمند درې او غني خیلو ولسوالیو څخه د درملنې په موخه را ټول شوي وو وروسته له ۴۵ ورځو درملنې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.