په ننګرهار او پروان کې څو جریبه ځمکه د کوکنارو بوټو له کښته پاکه شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۲۰:۵۱
9

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د خوګیاني او سپین غر ولسوالیو په اړوند سیمو کې د دوه عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړه.
په همدې حال کې؛ د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې هم ۱۰ جریبه ځمکه د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له لوري پاکه شوې ده.