په ننکرهار او کندز کې؛ ۱۷ تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیول شوي

د ننګرهار نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰ تنه د پلور او لېږد په تړاو نېولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۱ کیلو ګرامه چرس، ۱۸ کیلو ګرامه شیشه او یوه اندازه نشه يي ګولۍ ترلاسه شوي دي.
همدارنګه، د نشه توکو پر وړاندې د میارزې پولیسو د کندز ولایت په جهاردري ولسوالۍ کې ۷ تنه له دوه عرادي موټرو سره د نشه يي توکو د لېږد په تړاو نېولي دي. له نیول شویو کسانو څخه ۲۵ کیلو ګرامه شیشه، ۱۰ سیټه موبایلونه او لس زره افغانۍ ترې ترلاسه شوې دي.