په میدان وردګ ولایت کې ۱۳۴ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د چک او کنټرول پر مهال په میدان وردګ ولایت کې له یو موټر ۱۳۴ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي، چې له بدخشان ولایت څخه بار شوي وو او هلمند ولایت ته قاچاق کېدل. د یادو توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه نیول شوي چې د نسبتي دوسیې له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.