په فرضي کرښه د سرحدي پولیسو پرتو جزتامونو ته د سفرونو په لړ کې، د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان ډنډ پټان ته رسمي سفر وکړ.
په یاد سفر کې د سرحدي پولیسو ملکي مرستیال حافظ محمد ظریف خطاب د ښاغلي حسان ملتیا کوله.
ښاغلي حسان د فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي پولیسو له پوستو او کمیسارۍ څخه کتنې ترسره کړې او مسؤلینو ته یې د چارو لا ښه سمون په موخه لازم هدایات ورکړل.