په فراه کې د ۲ میلیونه او ۹۶۰ زره افغانیو د غلا په تړاو څلور مسلکي غله ونیول شول
د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د استخباراتو له ځواکونو سره په همغږۍ، د ۲ میلیونه او ۹۶۰ زره افغانیو د غلا په تړاو څلور تنه مشهور او مسلکي غله نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، یادو کسانو دوه ورځې وړاندې د فراه ولایت په مرکز کې د یوه صراف له دوکان څخه ۲ میلیونه او ۹۶۰ زره افغانۍ غلا کړې وې.
امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د امنیتي کمرې انځورونه وڅېړل او یاد کسان یې وپېژندل، چې په پایله کې یې دوه تنه په هرات او دوه نور په فراه ولایت کې ونیول.
همداراز، د نیول شویو کسانو په ترلاسه شویو توکو کې د غلا شویو پیسو ۲ میلیونه او ۳۷۶ زره افغانۍ او یوه کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.