په فراه ولایت کې ۷۵ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳۲
asdfsaf

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یاد ولایت د فراه‌رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه له ۷۵ کیلوګرامه تریاکو، یو میل وسلې او یو عراده موټر سره یوځای نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.