په فراه ولایت کې ۳۲۲ لکه غلا کړل شوې پاکستانۍ کلدارې پیدا او خپل څېښتن ته وسپارل شوې
یوه سوداګر چې غوښتل يې یادې روپۍ د هرات ولايت څخه نیمروز ولایت ته د یوه ۵۸۰ ډوله موټر په واسطه ولېږدوي د فراه ولايت په اړونده سيمو کې د غلو له خوا ودرول شول او یاده اندازه پیسې او سوداګر یې له ځان سره یووړل چې د فراه ولايت امنيتي ځواکونو د یوه پر وخت اقدام په ترڅ کې یو تن غل د هرات په ولايت کې ونيولو او ټولې غلا کړل شوې پاکستانۍ کلدارې يې بېرته خپل څېښتن ته وسپارل شوې.
د ویلو وړ ده چې د پاتې نورو غلو د نیولو هڅې روانې دي.
د فراه ولايت امنيتي ځواکونه ډاډ څرګندوي چې تل د خپل ولس د سر او مال ساتنه کوي.