په فراه او فاریاب ولایتونو کې د ۴۶۹ کیلوګرامه تریاکو او یوې اندازې شېشې نیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۴
asdfasdf

د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیتي منسوبینو له لوري درې تنه هغه مهال د فراه ښار د قلعه بهبود په سیمه کې له ۴۶۹ کیلوګرامه تریاکو سره ونیول شول، چې یاد نشه‌يي توکي یې په یوه فیلډر موټر او یو موټرسایکل کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې نامعلوم ځای ته یې ولېږدوي.

بل لور ته، د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په مربوطاتو کې دوه تنه له یوې اندازې شېشې سره نیول شوي دي. نیول شوي کسان به د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.