په فراه او خوست ولایتونو کې ۴ تنه غله ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۸
asdfaf

د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یاد ولایت د مرکز پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې درې تنه وسله‌وال غله نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه یو میل توپنچه، درې مبایل سیټونه او یو شمېر نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

بل لور ته، د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو هغه موټرسایکل کشف کړ چې غلو د تڼیو ولسوالۍ له یوه کور غلا کړی و. یاد موټرسایکل بېرته خپل اصلي مالک ته سپارل شوی دی.

همدارنګه، د خوست ولایت د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو یو بل غلا شوی موټرسایکل هم کشف کړی او د پېښې په تړاو یې یو تن نیولی دی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.