په فراه او اروزګان ولایتونو کې زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او ومان کشف او ترلاسه شول
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په یو کشفي اقدام کې څلور تنه له ۳۷ کیلوګرامه تریاکو او یو مقدار هغه وسایلو او توکو سره چې د نشه يي توکو په تولید او پروسس کې کارول کېدل، نیولي دي.
همدارنګه، د پولیسو د یو بل هدفي او کشفي اقدام په ترڅ کې د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۷۰۰ کیلوګرامه ومان کشف او سوځولي دي.