په فاریاب ولایت کې د ۱۵۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو کشف او ضبط

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۲۷
asdfasf

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د خپلو کشفي هڅو په پایله کې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه له ۱۵۲ کیلوګرامه تریاکو سره نیولي دي.

نیول شوي کسان به د نورو څېړنو په موخه له اړوندو دوسیو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.