په غور کې لسګونه تنه روږدي کسان له درملنې وروسته روغ شول
۵۷ تنه هغه روږدي (معتاد) کسان چې څه موده وړاندې د غور ولایت له اړوندو سیمو راټول او د دغه ولایت د روږدو کسانو د درملنې ۳۰۰ بستریز مرکز ته ورپېژندل شوي وو، په یاد روغتیايي مرکز کې له درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د یادونې وړه ده، چې دغو کسانو په روغتیايي مرکز کې د درملنې ترڅنګ، په عقیدتي او د سواد زده کړې په برخو کې هم زده کړې کړې دي.