په غور ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې کشف او وسوځول شوې
د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د کشفي او هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې کشف او وسوځولې. په دغو کارخونو کې پنځه زره او ۹۵۰ کیلوګرامه ومان، په نشهيي توکو کې کاریدونکي ۱۰۰ کیلوګرامه سوډا او ۹۰ کیلوګرامه اکسیل تیزاب هم ترلاسه شوي دي.