په غور او زابل ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید درې فابریکې کشف او له منځه یووړل شوې
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو په غور او زابل ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید درې فابریکې، د ومان بوټو، سوډا، چونې، تېزابو او نورو اړینو توکو په ګډون، د زرګونو کیلوګرامه لومړنیو موادو سره کشف او سوځولې دي.
همدارنګه، په کشف شویو فابریکو کې د نشهيي توکو د تولید په تړاو شپږ تنه نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.