په غزني ولایت کې له ۱۴۹ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو منسوبینو د غزني ولایت د ټاکل شوې کمېټې له لوري مستحقو پېژندل شوو ۱۴۹ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره د هرې کورنۍ پر سر درې زره او ۳۵۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.