په غزني ولایت کې د ۲۷۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۲۶
fdgsd

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یو تن هغه مهال د غزني ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې له ۲۷۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیولی چې غوښتل یې یاد توکي نامعلوم ځای ته قاچاق کړي.  نیول شوی کس د شرطې منسوبینو تر څېړنې لاندې دی چې د دوسیې له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.