په غزني ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ کسان ونیول شول
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ کسان نیولي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.