په شپږو ولایتونو کې له زرګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۷
asdfas

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي لورینې له مخې او د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، په میدان وردګو، پروان، جوزجان، سمنګان، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې له ۱۲۸۷ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه. دغه مرستې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري، د یادو ولایتونو د امنیه قوماندانيو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریتونو په همغږۍ هغو اړمنو کسانو ته ووېشل شوې چې تر دې وړاندې د موظفو کمېټو له خوا مستحق پېژندل شوي وو. همدارنګه یو شمېر برخمنو شویو کورنیو د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو مرستو او پاملرنې هرکلی وکړ او د ورته مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.