په شپږو ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي

امنیتي ځواکونو د هیواد په شپږو ولایتونو کې ۴۰ تنه د غلاو، انساني قاچاق او د مرګ د ګواښ په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، ۱۳ تنه په نیمروز، اوه تنه په غزني، اوه تنه په هلمند، اوه تنه په هرات، څلور تنه په بدخشان او دوه تنه نور د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.