په سرپل کې ۹ میله وسلې کشف او ترلاسه شوي
د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند مختلفو سیمو کې د بېلابېلو عملیاتو په مهال، ۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي. په ترلاسه شویو وسلو کې ۲ میله کلاشینکوفونه، ۱ میل M16 ټوپک او ۶ میله تفنګچې شاملې دي. د سانچارک ولسوالۍ امنیې قوماندان، استاد معاذ فاروقي وایي، چې یادې وسلې له یو شمېر کسانو سره په ناقانونه ډول ساتل کېدې چې د یوې میاشتې په موده کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوې دي.