په زابل کې ۱۱۰ تنه د پولیسو منسوبین د مسلکي زدهکړو له بشپړېدو وروسته فارغ شول
د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت له لوري ۱۱۰ تنه د پولیسو ځواکونه د لنډ مهاله مسلکي زدهکړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې چې د یادې قوماندانۍ په ودانۍ کې ترسره شوي وو، د زابل امنیې قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي د فارغ شویو پولیسو هڅې وستایلې او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي له فارغانو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د قانون د تطبیق پر مهال د ورورولۍ او اخلاقو اصول مراعات کړي.
د مراسمو په پای کې، فارغ شویو منسوبینو د پوځي او تشریفاتي تمرینونو ننداره هم وړاندې کړه.