په درېیو ولایتونو کې؛ ۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو، د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې په هرات، فراه او بدخشان ولایتونو کې ۲۳ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، ۱۲ غله او یو تن د دوکې په تړاو په هرات، پنځه وسلهوال غله د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې او پنځه تنه نور د قتل او غلا په تړاو په بدخشان ولایت کې نیول شوي دي.