په خوست کې ۱۸ کیلوګرامه چرس کشف او نیول شول
د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن د ۱۸ کیلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
پولیس به د نوموړي شخص دوسیه ترتیب او اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.