په خوست کې د جعلي امریکايي ډالرو د پېر او پلور په تړاو دوه کسان نیول شوي دي
د خوست امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په خوست ښار کې دوه کسان د جعلي امریکايي ډالرو د پلور په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان به له لا زیاتو څېړنو او پلټنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.