په خوست ولایت کې پر ۲۲۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۲۲۳ سوالګرو او بېوزلو کورنیو ته، چې تر دې وړاندې په یوه روڼ بهیر کې مستحقې پېژندل شوې وې، د یو میلیون افغانیو په ارزښت ۱۲ قلمه خوراکي توکي وویشل شول.
په دغو خوراکي مرستو کې اوړه، بوره، غوړي، لوبیا او نور توکي شامل وو، چې د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او نورو اړوندو ادارو د استازو په شتون کې پر اړمنو کسانو وویشل شول.