په خوست ولایت کې له یوه کور څخه درنې او سپکې وسلې ترلاسه شوې
د خوست د تڼیو ولسوالۍ د تروریزم ضد مسؤلینو له یوه کور څخه یو راکټ، ۲۵ د راکټ مرمۍ، ۲۵ پټاکۍ، ۸ لاسي بمونه، د پیکا او کلاشینکوف مرمۍ او ۹۵۰ د پیکا مرمۍ ترلاسه کړي چې د ثبت او ساتنې لپاره اړوندې مرجع ته سپارل شوي دي.