په خوست ولایت کې؛ ۱۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شول.
دخوست ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې پوليسو په تيرو دوو اوونيو کې ددغه ولايت په مربوطاتو کې دبېلابېلو عملياتو په بهير کې ١٩ تنه دنشه يي توکو دپلورنې او ليږدونې په تړاو ونيول .
له نيول شويو کسانو څخه څلور زره نشه ګولۍ او يوه اندازه چرس، هيروين، شيشه او ترياک ترلاسه شوي دي.