په جوزجان ولایت کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه فابریکه کشف او له منځه یوړل شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۸:۴۷
cadfsd

 

 د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د خپلو هدفي او دقیقو عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه فابریکه کشف او له منځه وړې ده.

د عملیاتو پر مهال ۱۲۷ لیتره شراب او ۳۰۰ لیتره د شرابو لپاره خمیره شوي انګور هم کشف شوي دي.

د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.