په تخار کې د ۷۰ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو دوه تنه ونیول شول
د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو دوه تنه د خواجهغار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال ونیول چې ۷۰ کیلوګرامه تریاک یې په یوه نقلیه وسیله کې په مهارت ځای پر ځای کړي وو او نامعلوم لوري ته یې لېږدول.