په تخار او غزني ولایتونو کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۴:۲۳
fdsfaf

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یوه کشفي اقدام په پایله کې، ۳۰۵ کیلوګرامه تریاک او ۲۰ کیلوګرامه چرس، چې په څلورو موټرو کې په مهارت ځای پر ځای شوي وو او نامعلوم لوري ته لېږدول کېدل، کشف او ضبط کړي دي.

همدارنګه، د غزني ولایت د عبور او مرور شرطې مدیریت منسوبینو د تلاشي پر مهال د یوه موټر په منځ کې ۳۹ کیلوګرامه تریاک او ۳۷ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.

د یادو قضیو په تړاو څلور تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.