په بلخ ولایت کې یو شمېر نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۲۷
asdfaf

د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ۱۶ کیلوګرامه تریاک، چرس، شیشه او سلګونه نشه‌يي ټابلیټونه کشف او ضبط کړي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د پلور په تړاو درې کسان نیول شوي، چې د اړوندو دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.