په بلخ ولایت کې څلور تنه د جعلکارۍ په تړاو ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي مسوولینو د یوه کشفي عملیات په ترڅ کې څلور تنه، چې د دولتي ادارو د اسنادو او مهرونو په جوړولو او جعلکارۍ کې یې لاس درلود، نیولي دي.
یادو کسانو د وسایطو جواز سیر، د موټر چلولو لایسنسونه او نور رسمي اسناد په جعلي توګه جوړول او د خپلو غیرقانوني فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره یې د ترافیکو مدیریت، د نفوسو د احوال د ثبت ادارې، روغتونونو او یو شمېر نورو ادارو جعلي مهرونه او ټاپې هم جوړې کړې وې او ګټه یې ترې اخیستله.
د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې له نیول شویو کسانو څخه د پام وړ جعلي اسناد، مهرونه، ټاپې او نور اړوند توکي کشف او ضبط شوي دي.
نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته، د قانوني پړاوونو د تېرولو او نورو اجراآتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.